دافغانستان پلازمينه کابل کې نن ورځ سلګونو ځوانانو د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه وغندله او د ګډ حکومت له مشرانو او د مشرانو جرګې له وکیلانو څخه یې وغوښتل، چې د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه رد کړي او په افغان پېژندپاڼو کې «اسلام» او «افغان» کلمو ته ځای ورکړي.
د تېرې اکتوبر میاشتې په ۳۰مه ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو پر ضد رایه ورکړه، چې ولسونو سخت غبرګون پرې وښود.
تېره اوونۍ هم په کابل کې د بېلابېلو ټولنو استازو لاریون کړی و او په پېژندپاڼو کې یې د اسلام او افغان کلمو د زیاتولو غوښتنه کوله. نننيو لاریون کوونکو هم ویل، ترڅو چې ولسي جرګې خپله کړې پرېکړه بېرته نه وي اخیستي تر هغه وخته به لاریونونو ته دوام ورکړي.
د لاریون کوونکو یو استازي فیض محمد ځلاند وويل، لاریون بریالی پای ته ورسېده! د مشرانو جرګې کمېسیونونو ریسانو ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې پرېکړه به راتلونکي اوونۍ رد کړي.
ولسمشر غني هم د ولسي جرګې له وکیلانو غوښتي وو، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او په پېژندپاڼو کې دې اسلام او افغان کلمې ځای شي.
په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو ځای کول او لرې کول اوس په یوه ناندریزه موضوع بدله شوې او د همدغو لانجو له امله تراوسه برېښنايي پېژندپاڼې نه دي وېشل شوي.