شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / لشکر طيبه نه د حقاني شبکې بيلول، افغانستان ته پام اړول دي

لشکر طيبه نه د حقاني شبکې بيلول، افغانستان ته پام اړول دي

د ترهګرو ډلو پر ضد په نوې امريکايي مسوده کې يواځې د حقاني شبکې نوم دی او دا د دې خبرې څرګندونه کوي چې واشنګټن اوس خپل ټول پام دافغانستان خواته اړولی دی. واشنګټن لشکرطيبه هم ترهګره ډله ګرځولې خو ګڼي چې دا ډله خپل عمليات تر کشميره محدود ساتي او افغانستان ته ګواښ نه ده.

امريکايي قانون جوړؤنکو د حقاني شبکې او لشکر طيبه  بيلولو له لارې اسلام اباد ته دا پېغام ورکوي چې وړومنئ نښه يې حقاني شبکه ده.

د حقاني شبکې او لشکرطيبه يو بل نه بيلولو هدف دا هم ؤ چې امريکا د پاکستان نه نه يواځې دا غواړي چې د افغانستان جګړه کې د حقاني نه لاس واخلي بلکې د دې ترڅګ د اسلام اباد نه هيله لري چې د کشمیر په اړوند خپل دريځ بدل کړي.

د اګست په میاشت کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپلې اعلان کړې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به نوره په د پاکستان په دې دوه مخئ غلې پاتې نشي.

افغانستان او امريکا ادعا کوي چې پاکستان حقاني ترهګرې ډلې ته په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي.خو اسلام اباد وايي په ملک کې يې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد بې توپيره عمليات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: