پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / لندن کې دبلوچستان د ازادۍ شعارونو پاکستان وارخطا کړی

لندن کې دبلوچستان د ازادۍ شعارونو پاکستان وارخطا کړی

لندن کې پاکستان ضد شعارونو پاکستان سخت وارخطا کړی. هلته له څه مودې په ګڼ مېشتو لارو او واټونو کې داسې ټکسي موټر ليدل کېږي چې د بلوچستان د ازادۍ شعارونه پرې ليکل شوي دي. بل خوا له اوږدې راهېسې مودې دننه په بلوچستان کې د ازادۍ غوښتونکو تحريکونو له کورنيو سره تړلي غړي لومړی ژوندي وکېږي او وروسته يې مړي موندل کېږي. داسې خبرونه هم شته چې پکې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو تحريکونو ټولې کورنۍ ښځې او بچې نادرکه شوي دي.

ځايي خلک او د دغه ډول پېښو قربانيان د دې پېښو پړه په پاکستاني پوځ اچوي، دوی وايي پاکستان يې ازادي نه شي زغلی او هغه فعالين چې په دې لاره کې ګام پورته کوي، دپاکستاني پوځ لخوا وژل کېږي.
خو سياسي مبصرين وايي پاکستان د نړۍ په نورو ښارونو کې هم د بلوچستان د ازادۍ ناره لوړېدو ته نه پرېږدي، ځکه خو يې لندن کې په ټکسي موټرو باندې ليکل شوو شعارونو پر ضد غږ پورته کړی دی.

د لندن ښار په ټيکسي موټرو باندې د پاکستان ضد او د خپلواک بلوچستان شعارونه لګول شوي چې دغه کار پاکستان وارخطا کړی او پاکستان يې اړ کړی چې اسلام اباد کې مېشت د انګلستان سفير سره خپلې اندېښنې شريکې کړي.

نن اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې تهمينه جنجوعې د انګلستان له سفير توماس ډريو سره وکتل او ويې ويل چې لندن کې دا ډول شعارونه د پاکستان پر بشپړتيا او حاکمیت باندې نېغ بريد دی.

جنجوعې ويلي چې پاکستان د دغه ډول کمپاينونو په اهدافو خبرتيا لري او يو ملګری هېواد بايد په خپله خاوره کې دغه ډول کمپاینونو ته ځای ور نه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو اروپايي هېواد کې د خپلواک بلوچستان شعارونه پورته کېږي او يا بېنرونه لګول کېږي. تېر سپتمبر مياشت کې هم په سویس هېواد کې د پاکستان ضد شعارونه پورته شوي او بېنرونه لګول شوي وو چې پاکستان کې يې سخت غبرګونونه راپارولي وو.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *