پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / پاکستان / له المانه افغان او پاکستاني نامنل شوي کډوالو را شړل شوي

له المانه افغان او پاکستاني نامنل شوي کډوالو را شړل شوي

له آلمان څخه په زور او جبر د افغان او پاکستاني نه منل شویو کډوالو د ایستلو لړۍ زور اخلي. پاکستانيو سرکاري  چارواکو خبر ورکړی دی، چي له برلین څخه په یوه الوتکه کي اسلام اباد ته ۲۸ پاکستانیان چې راشړل شوي وو، رارسېدلي دي.

د آلمان د داخلي چارو  د ارقامو پراساس د ۲۰۱۶م کال په مقایسه په ۲۰۱۷م کال کي پاکستان ته دوه چنده پناه غوښتونکي  اخراج شوي دي. سږکال تراوسه پوري دغه هیواد ته ۱۴۹پاکستانیان اخراج سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي په ټوله ۲۰۱۶م کال کي ۸۱ تنه اخراج سوي وه. ۲۰۱۵م کال حتی یوازي ۲۲ کسان وه.

د پاکستاني منابعو په حواله د دغو کسانو له جملې څخه ۱۶تنه رد سوي پناه غوښتونکي وه او نور یې د چک له جمهوریت او اطریش څخه وه، چي غوښتله یې جرمني ته په جعلي اسنادو راشي او بندیان سوي دي. دوی ټوله پاکستان ته په رسیدو سره په لومړي سرکي بندیان شوي او تحقیقات ورڅخه شوي دي.

یوه چارواکي چي له هغوی څخه په تحقیقاتو کي یې برخه درلوده او نه غوښتل نوم یې یاد سي، ویلي دي چي «موږ غواړو ددغو معلوماتو په مرسته د انساني قاچاقبرانو پرضد خپل عملیات پراخ کړو.»

له ۲۰۱۶م کال راهيسي پاکستان په منظم ډول سره د غیرقانوني مهاجرتونو پرضد مبارزه کوي. هرکال د نړۍ له دغه لوی او غریب هیواد څخه په سونو زره کسان مهاجر کیږي. خو اکثره پاکستانیان سیاسي دلایل نه لري او د اقتصادي مهاجرو په سترگه ورته کتل کیږي.

پاکستان یو ډیرغیراطمیناني هیواد دی او د پوځ تر عملیاتو وروسته پکې د افراطي اسلامپالو په بریدونو کي ډېرښت راغلی دی.

په جرمني کي د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر مياشتي په اخره کې ۷۳۰۴۲ پاکستانیان اوسیدل چي له دې جملې څخه یې ۸۷۹۶ کسان په بیرته تگ باندي مکلف دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: