یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / له اماراتي شرکت سره د ټاکنو کمېسیون تړون لغوه شو

له اماراتي شرکت سره د ټاکنو کمېسیون تړون لغوه شو

 

د پرولوجیکس شرکت د سندونو د څېړلو په اړه پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو، نړیوالو ادارو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ګډې کمېټې د یوې اوونۍ څېړنې پای ته ورسېدې. او دغه شرکت د ټاکنو کمېسیون لپاره د برېښنايي توکو د پېرلو لپاره واجد شرایط ونه پې‎ژاندل شو.

د ټاکنو کمېسیون یو غړی وایي، له ارزونې وروسته څرګنده شوه، چې دغه شرکت هغه څه نه‎شي برارولی، چې دا کمېسیون یې غواړي.

د پرولوجیکس اماراتي شرکت د سندونو ناسم والی هغه مهم لامل دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یې د بریښنايي وسایلو د پيرودلو د تړون مخه ونیوله.

اوس نو د دغه امارتي شرکت سندونو، د تدارکاتو کمېسیون ته استولي شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی عبدالبدیع صیاد په دې اړه وايي:«کمپنۍ د اړتیاو ځواب ویونکې نه وه، نو له د دغې کمېټې له خوا مردوده وپېژندل شوه او کمېسیون هم پرېکړه کړې چې بېرته د تدارکاتو ملي کمېسیون ته واستول شي.»

څارونکي بنسټونه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او حکومته غواړي په دغه اداره کې باید هر کار په رڼه توګه ترسره شي.

د افغانستان پر ټاکنو د څاربنسټ غړی عبدالوکیل بابکرخېل څرګنده کړه:«موږ د کمېټې او کمېسیون له دغه کار څخه هرکلی کوو او له دې وروسته کمېسیون باید د شرکتونو په ټاکنه کې باید ډېره پاملرنه وکړي.»

اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرولوجیکس شرکت سندونه د لازیاتو څېړلو لپاره د ملي تدارکاتو کمېسیون ته لېږلي دي.

د اکسین شبکې رییس جانداد سپین غر وویل:«د کمېسیون دا کار د دې ښودنه کوي چې حکومت د کمېسیون په ډېریو کارونو کې لاسوهنه کوي او دا شان کارونه باید د تدارکاتو ملي کمېسیون ته وا نه ستول شي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي عبدالبدیع صیاد زیاته کړه:«که‎چېرې لګښت تر یوې ټاکلې کچې وي په کمېسیون پورې اړه لري، خو که له هغې کچې لوړ وي د قانون پر بنسټ، د تدارکاتو ملي کمېسیون پورې اړه لري.»

له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په پټه له څو ځانګړو شرکتونو د دغو توکو د پېرلو غوښتنه کړې وه، د دغه کمېسیون غړو د خپل کار توجیه لږ فرصت بللی وه، خو اوس چې دا تړون له یوازیني شرکت سره چې په داوطلبۍ کې یې برخه لرله رد شو، دغه تړون به د عادي بهیر له تېردو وروسته داوطلبۍ ته وړاندې شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: