سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / له بلخه د نور لرې کولو سره نوې اندېښنې راپورته شوي

له بلخه د نور لرې کولو سره نوې اندېښنې راپورته شوي

دافغانستان د بلخ والي لرې کولو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ تر پرېکړې وروسته د افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف ویلي، له بلخ ولایت نه د عطا محمد نور لرې کول د افغانستان د شمال امنیت له “جدي خطر” سره مخامخوي او د طالبانو او داعش واکمنۍ ته لاره هواروي.

د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي جنبش مشر عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق او د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر او د بلخ لرې کړل شوي والي عطا محمد نور ددغه ایتلاف مشهور غړي او بنسټګر دي.

ددغه ایتلاف یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د ښاغلي نور له ادرسه خپره شوې، ویل شوي، ارګ “د ټیکاو، ملي ګټو او امنیت مخالف یوه ګام پورته کولو سره، د بلخ د والي عطا نور استعفا په یو اړخیز ډول اعلان کړه چې دا ګام به یې د ملي یووالي لپاره ناوړه پایلې ولري او د ملي یووالي او سیاسي ټیکاو له روحیې ټینګولو سره به همکاري ونه کړي.”

 

د وروستیو ورځو رپوټونو ویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله دواړه له بلخ ولایت د ښاغلي نور د لرې کېدلو غوښتونکي دي.

عطا محمد نور نږدې ۱۵ کاله د بلخ د والي په توګه کار وکړ.

اشرف غني په خپل واکمنېدلو سره نږدې ټول والیان له دندو ګوښه کړل، خو عطا محمد نور د سرپرست په توګه په واک کې پاتې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *