پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / له بنديزونو سره سره دځينو الوتونکو او حيواناتو ښکار روان دی

له بنديزونو سره سره دځينو الوتونکو او حيواناتو ښکار روان دی

پوليسو هري پور کې د کم پيداکېدونکي نسل باز دقاچاق کولو هڅه ناکامه کړې ده. دبازانو دغه بڼه دعربو په شيخانو کې ځانګړي مينوال لري او دلته په پاکستان کې يې بيه سوونو زره روپو ته رسېږي، خو عرب شیخان يې تر دې په ډېره لوړه بيه پېري.

چارواکو ويلي چې دغه باز د پټو معلوماتو له مخې د پوليسو په مرسته د يو موټر نه ترلاسه شوی دی.

د دې بحري نسل نومې باز قاچاق کونکی مير زمان او د هغه ملګري په وخت نيول شوي دي. چارواکو ویلي دغو کسانو خپل جرم منلی، ديادو کسانو نه د باز اخيستو په څنګ کې ۵۰۰۰۰ زره روپۍ جرمانه هم اخیستل شوې ده.

چارواکو دا هم ويلي چې يادو کسانو دا باز په لس لکه روپۍ اخيستی او په پنځويشت لکه روپۍ يې بل کس سره د دې ګرانبيه باز سوداکړې وه.

چارواکي وايي د قانون له مخې د بازانو او نورو هغو الوتونکو او حيواناتو په ښکار او قاچاق بنديز دی، چې نسلونه يې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. د دې برخې دماهرينو په نظر دغه بحري باز په عامه توګه د ښکار لپاره پکارېږي او د عربو شيخان د دا دول بازانو د ساتلو ډير مينوال دي. د دغه نيول شوي باز نسل له دې امله مخ په ورکېدو دی چې ښکاريان دغه ډول بازان نورو هيوادونو ته قاچاق کوي.

په عمومي توګه بحري باز د تلور نومې مرغۍ ښکار لپاره استعمالولی شي او د عربو شيخان د دې ډول بازانو تر نورو زيات خوښوونکي دي.

بحري باز د ستمبر نه تر نومبر مياشت پورې هري پور کې د ډېم په غاړه نيول کېږي، دا یوه کډه کوونکی مرغه دی او د ښکاريانو لخوا د زيات نيولو په سبب په کم شمېر کې پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *