پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / له مرستيال والي وروسته یې د کورنۍ درې غړي نادرکه دي

له مرستيال والي وروسته یې د کورنۍ درې غړي نادرکه دي

د افغانستان د دسرحدي ولايت کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي چې څو ورځې وړاندې د پېښور پښتونخوا نه نادرکه شوی تازه يې د کورنۍ درې غړي نور هم نادرکه شوي دي.

سرچينې وايي هغه مهال چې د کونړ د مرستيال والي ورور حبيب الله غوښتل د پېښور پوليسو په تاڼه کې رپوټ ثبت کړي، د ټانې نه د راوتلو وروسته شاهي مېلمستون ته نېږدې د ريل ګادي ستيشن سره نامعلومه کسانو ښکته کړی دی او وړی دی.

د پوليسو يوې سرچينې ويلي له دوو ورځو راهېسې د کونړ د مرستيال والي د ورور سره تليفوني اړیکه نه کېږي.

په اسلام اباد کې افغان سفارت ويلي، یوازې مرستيال والي او يو ورور يې ورک نه دي، بلکې د مرسيال والي يو بل ورور یعقوب خان او د نوموړي وراره هم په چترال کې نادرکه شوي دي.

د افغان سفارت يو کارکوونکي ويلي چې د مرستيال والي کورنۍ په افغانستان او پاکستان کې ويشلې اوسېږي. دی وایي په پېښور کې يې د کونړ د مرستيال والي په پټ ډول ورکېدو باندې باکستاني مقاماتو سره بيا بيا اړيکې نيولي او ډاډ ورکړل شوی، چې د خيبر پښتوخوا دولتي ادارو ته د ورکو شوو د پيداکېدو او د خوشې کولو سپارښتنه شوې ده.

د خيبر پښتوخوا دولتي ادارې وايي په دې اړه يې قانوني ادارو ته لارښوونې کړي او د مرستيال والي او د هغه د کورنۍ د غړو د ورکيدو تصديقي رپوټ يې ثبت کړی دی.

خو تر اوسه پورې پاکستاني مقاماتو نه يوازې د کونړ د مرستيال والي او د هغه د کورنۍ د نورو غړو د خوشې کولو هڅه نه ده کړې، بلکې وايي چې نوموړی پاکستان ته په غير قانوني ډول راغلی او په رسمي توګه يې دوی په جريان کې نه دي اچولي.

د کونړ د سرحدي ولايت مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدی د پېښور پښتوخوا ته د علاج لپاره تللی و، چې د اکتوبر په ۲۷ د ډبګري ګارډن نه نادرکه شو. تر اوسه د نوړموي په اړه د وسله والو کومې ډلې څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *