یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / قبايل / له پاکستانه د ۲۰ نړیوالو سازمانونو د وتلو امر شوی

له پاکستانه د ۲۰ نړیوالو سازمانونو د وتلو امر شوی

د پاکستان حکومت ویلي هغه سازمانونه به له پاکستان وباسي چې د نوو قوانینو له مخې یې ځان له حکومت سره نه دی ثبت کړی. د پاکستان حکومت وايي اوس یې نړیوالو بنسټونو او سازمانونو ته د فعالیت لپاره قوانین سخت کړي دي او هغه سازمانونه به و ایستل شي چې ځانونه یې ثبت کړي نه دي.

د پاکستان په حکومت کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ۱۹ نورو سازمانونو د اسنادو څېړنه هم روانه ده، چې تر ارزونې وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: