پرته له پاکستان د سیمې ټول هېوادونه له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې بهیر ملاتړ کوي.
د سولې عالي شورا د درالانشا رییس په ننګرهار کې د یوې پراخې ناستې پر مهال وویل، چې د سیمې ډېری هېوادونه سولې ته ژمن دي او په دې برخه کې یې افغان حکومت ته ډاډ ورکړی ؛خو پاکستان لا هم خپله رېښتونولي نه ده څرګنده کړې.
بل لوري د ننګرهار والي ګلاب منګل پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې په دې ولایت کې ورته د سولې بهیر لپاره لازم شرایط شته.
په ننګرهار کې د سولې عالي شورا غړو په ګډون ځايي چارواکي او قومي مشران د سولې د ټینګښت په تړاو سره بحثونه کوي.
د سولې عالي شورا د دارلانشا ریس اکرم خپلواک وایي، چې پرته له پاکستان د سیمې ټول هېوادونه له وسله والو طالبانو سره سولې ته ژمنتیا لري او د دې بهیر ملاتړ کوي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل بیا ننګرهار د طالبانو لپاره د سولې تر ټولو ښه شرایط لرونکی ولایت ګڼي.
بلخوا نیوکه کېږي چې په حکومت کې شته فساد او ستونزې هم د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی.
ویل کېږي د سولې شورا په رامنځته کیدو سره شاوخوا ۱۲ زره وسله وال طالبان تر اوسه د سولې له بهیر سره یو ځای شوي چې حکومت د نورو هغو یو ځای کیدو ته هم هیله مندۍ لري.