د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي چې د دې جرګې رييس لویې څارنوالۍ ته یو لیک (مکتوب) لېږلی او دا اداره یې په ولسي جرګه کې د فساد د تورونو له څېړلو منع کړې ده.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وویل، عبدالروف ابراهیمي دا کار بې له دې چې د جرګې له اداري پلاوي سره پرې مشوره وکړي یا هغوی خبر کړی، کړی دی.
د ولسي جرګې رييس ابراهیمي دا موضوع تایید کړه، ویې ویل چې لویې څارنوالۍ ته یې لیک استولی او ورته ویلي یې دي چې د ولسي جرګې د فساد په اړه د تحقیق صلاحیت نه لري.
خو همایون همایون وايي چې له دې موضوع په اسانه نه تېرېږي او د ملیونونو افغانانیو په غلا کې د ولسي جرګې له رييس سره د دې جرګې د دارلانشا رييس خدای نظر نصرت هم شریک دی.
په عین حال کې عبدالروف ابراهیمي وايي چې په ملي شورا کې د فساد په اړه هغه مهال تحقیق کېدای شي چې ولسمشر یې امر صادر کړي.