شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر کې د بهرنيو ځواکونو دوه څرخه الوتکه لوېدلې

لوګر کې د بهرنيو ځواکونو دوه څرخه الوتکه لوېدلې

وسله وال طالبان ادعاکوي چې تیره شپه یې دلوګر په خروار ولسوالۍ کې دچاپې په مهال دامریکايي کمانډویانو یوه دوه څرخه الوتکه رانسکوره کړې او پکې د سپرو ۴۳کمانډویانو دوژلو ادعا يې کړې.

دهغوی ویاند ویلي چورلکه هغه مهال ووېشتل شوه چي تیره شپه ۱۰بجې دهمدې ولایت خروار ولسوالۍ بیګمه په سیمه کې دطالبانو په تمځای باندې دچاپي وهلو عملیات روان وو.

طالبان وايي چې دوی په یوه تپتیکي بریدکې دغه چورلکه ویشتلې. پوځي کارپوهان وايي یاده الوتکه چې کله لوړ پرواز کوي بیایې ویشتل ګران ځکه وي چي دڅرخونو هوا یې ځانته مرمۍ نه پریږدي، خو دلنډ واټن په مهال مرمۍ خپل مقاومت نه وي ختم کړی، نو په ډیره اسانۍ سره ویشتل کیدای شي.

بل خوا دسیمې خلک وايي چي دچاپې په مهال له امریکايي کمانډیانو سره افغان کمانډویان او ځینې محلي پولیس هم ملګري وو.

خوافغان حکومت لا تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ځینو نورو رسنیو خبرونه بيا په لوګر کې د وسله والو پر ضد د امريکايي کمانډويانو عمليات مني، خو وايي دغې دوه څرخه چورلکې د يوې ونې سره ټکر کړی او يوازې يو بهرنی پکې وژل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *