سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / لږ پاکستاني سړي د کور نه بهر د ښځو کارونه خوښوي

لږ پاکستاني سړي د کور نه بهر د ښځو کارونه خوښوي

د دوو نړيوالو ادارو څېړنې ښايي چې پاکستان کې په ۱۰۰ کې ۷۳ سړي نه غواړي چې د کورنۍ ښځې يې بهر کارونه وکړي.

د جارج ټاؤن انسټيټيوټ فار وومن او پيس ريسرچ انسټيټوټ اف اوسلو ادارو تازه ګډه سروې وايي د نړۍ په ۱۵۳ هېوادونو کې پاکستان د ښځو سره د امتيازي چلن لپاره څلورم تر ټولو بد هېواد دی.

دغه سروې ښايي چې افغانستان کې د ښځو وضعه د پاکستان نه هم بد تره ده.

د ۱۵۳ هېوادونو په نوملړ يا لسټ کې اخيري څلور واړه هېوادونه يعني پاکستان، شام، افغانستان او يمن اسلامي هېوادونه دي.

سروې وايي پاکستان کې يواځې ۳۳% ښځې ګرځنده [موبايل] فون لري.

د ښځو د سولې او امنيت په نوملړ کې پاکستان کې ښځو ته په مالي معاملاتو کې تر ټولو کمه برخه ورکړی کيږي.

د سروی ترمخه په هېواد کې سکول ته د تلونکو ښځو اوسط عمر پينځه کاله دی، ۲۴ فيصده ښځې دندې کوي او پارلیمان کې ۲۰ فيصده برخه لري.

سروی وايي پاکستان کې د ښځو په پرتله د سړو زېږېدنه زياته ده، په دغه هېواد کې د کال ۲۰۱۰م نه تر کال ۲۰۱۵م پورې پينځه لاکه جينکۍ بې درکه شوي دي.

راپور زياته کړې چې په ۱۰۰ کې په ۲۷ ښځو د هغو مړونه تشدد کوي وهي يې، او يواځې ۵۱ فيصده ښځې د کار په وخت ځان خوندي ګڼي چرته چې دوي اوسيږي.

د ۱۵۳ هېوادونو په نوملړ کې هند په ۱۳۱نمبر، امريکا په ۲۲ او برتانيه په ۱۲م نمبر ده.

د پاکستان په پرتله هند کې ښځو ته په مالي معاملاتو کې ۴۳ فيصده برخه ورکړی کيږي او هلته ۷۱ ښځو سره موبايل شته.

دغه رنګ د هند په پارليمان کې د ښځو د چوکو برخه ۱۲ فيصده او ملازمت کوونکې پکې ۲۹ فيصده دي.

پاکستان کې ښځو سره امتيازي چلن ۷۳ فيصده او هند کې ۲۵ فيصده دی.

ښځو ته د برخې، انصاف او امنيت کولو دپاره ائس لېنډ، ناروی او سوئټزرلېنډ غوره ملکونه ګرځول شوي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: