سه شنبه , اکتوبر 16 2018
کور / خبرونه / مایک پنس د پاکستان له لومړي وزیر سره کتلي

مایک پنس د پاکستان له لومړي وزیر سره کتلي

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې پر مهال د دې هېواد پر وړاندې د ټرمپ پر دریځ ټینګار وکړ. مایک پنس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ناستې په څنډه کې یې د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره د ټرمپ پر هغه دريځ ټینګار کړی، چې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د تګلارې د اعلان پر مهال یې په خبرو کې ویلي و. ټرمپ د تګلارې د اعلان پر مهال اسلام اباد ته ګواښ کړی و، چې امریکا نور له ترهګرو د پاکستان ملاتړ نه شي زغملی. پنس زیاته کړه، چې له امریکا سره د ملګرتیا په صورت کې پاکستان کولی شي ډیر څه تر لاسه کړي. پاکستاني او امریکایي مسئولین په داسې حال کې سره لیدنې کوي، چې اسلام آباد د واشنګټن تر سختو فشارونو لاندې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *