راپورونه وايي چې څه باندې ۱۰۰ تنو سیمه ییزو پولیسو د بدخشان ولایت د والي پر دفتر یرغل وروړی او د والي دفتر یې ویجاړ کړی دی.
سیمه ییزو پولیسو د والي پر دفتر د برید په ترڅ کې یو شمېر ملي پولیس او د والي ساتونکي ژوبل کړي دي.
د حملې پر مهال والي په دفتر کې نه و. د پېښې شاهدان وايي چې سیمه ییزو پولیسو د والي یو شمېر ساتونکي بد وهلي دي.
دوی، چې د سیمې د مخورو په منځکړتوب د والي له دفتره وتلي، وايي چې که والي استعفا ورنه کړي پر دفتر به یې بیا حمله وکړي.
سیمه ییز پولیس وروسته له دې والي ته په غوسه شول او د هغه پر دفتر یې برید وکړ چې وسله والو طالبانو تېره شپه په بهارک ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید وکړ او ۳ سیمه ییز پولیس یې ووژل.
غوسه شوي سیمه ییز پولیس وایي چې د ملي اردو او ملي پولیسو پوستې یې څنګ ته وې خو د طالبانو د حملې په وړاندې یې د دوی مرسته ونه کړه.
ویل کېږي چې دا سیمه ییز پولیس اصلاً د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکي دي خو اوس په بهارک ولسوالي کې ځای پر ځای دي. دوی وايي چې د والي د نه پاملرنې له کبله ملي پولیسو او ملي اردو ورسره کومک نه دی کړی.