سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / قبايل / مدثر اقبال: د روژې د نيولو لامله د پاک پوځ دوه عسکر غلنۍ زندان ته وړل شوي وو

مدثر اقبال: د روژې د نيولو لامله د پاک پوځ دوه عسکر غلنۍ زندان ته وړل شوي وو

د روژې د نيولو لامله د پاک پوځ دوه عسکر غلنۍ زندان ته وړل شوي وو

د پاک پوځ نه جلا شوی عسکر مدثر اقبال وايي چې د ډګروال (کرنل) ظهير تر قوماندې لاندې مونږ د سوران د غرييزي سمې په پوستو کې وو نو کله چې زه او زما نور ملګري د مامد ګټ پوځي قرارګاه ته په رخصتۍ لاړو نو هلته هغوی د طالبانو له ډاره په پوستو جوړولو کې بوخت وو په داسې حال کې چې مونږ له بره نه روژه په خوله راغلي وو، له دې کبله چې ګرمي زياته وه نو مونږ هغوی ته وويل چې زمونږ روژه ده لږ کار به وکړو ډير کار نه شو کولای نو هلته چې کوم قوماندان وو هغه وويل چې ما ته ستاسو د روژې هيڅ پروا نشته
ډګروال ظهير وايي چې تاسو روژه ونيسئ يا نه ولې کار به خامخا کوئ او روژه ماتولی شئ، لنګر خلاص دی او خوږې اوبه هم شته، نو مونږ د ډګروال ظهير سره د کتلو خواست وکړ چې خواته ورغلو او ورته ومو ويل چې صيب مونږ خبر نه وو چې لاندې کار کېږي او ګرمي زياته ده نيمه ورځ هم تېره شوې روژه نه شو ماتولی مونږ به لږ کار وکړو او نوره به رخصتي وکړو نو هغه په ځواب کې وويل چې د روژې عذرونه دلته نه چلېږي روژه مو ماته کړئ، کومه ستونزه نشته، نو ماسره چې کوم دوه پنجابيان ملګري وو هغوی ورته وويل چې ډګروال صيب ستا په خلاف دې مجاهدين جګړه نه کوي ځکه ستا سره د اسلام بېخي علم نشته، مجاهدين دې هغه خلکو پر ضد جنګ وکړي چې يو څه شعور خو ولري او په تا کې بېخي شعور نشته
ډګروال په خبره غصه شو او په هغوی يې دا تور ولګاوه چې د طالبانو سره اړيکې لري او د غلنۍ زندان ته یې وليږدول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: