سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / مذهبي ګوندونه:دقبايلو د مسئلې حل به په یوه مياشت کې وړاندې کوو

مذهبي ګوندونه:دقبايلو د مسئلې حل به په یوه مياشت کې وړاندې کوو

مذهبي جماعتونو د متحده مجلس عمل په نوم خپل اتحاد پرځای کولو سره اعلان کړی چې د قبايلو د مسئلې حل به په یوه میاشت کې دننه راوباسي.

تیره ورځ په دې اړه کراچۍ کې د مذهبي ګوندونو یوه غونډه شوې چې پکې مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، شاه اویس نوراني، علامه ساجد میر او ساجد نقوي شرکت کړی دی.
له غونډې وروسته شاه اویس نوراني خبرې ناستې ته په خبرو کې د مجلس عمل د پر ځای کېدو اعلان وکړ او ويې ویل چې راروان انتخابات به اتحاد کې شریک مذهبي جماعتونه د کتاب په مشترکه نښه کوي.
دوی ويلي چې د قبايلو معامله ډیره د اهمیت وړ ده ولې مجلس عمل کې د برخه والو ګوندونو په دې اړه اتفاق راوستو لپاره هلې ځلې رواني دي. شاه اویس نوراني وویل چې د متحده مجلس عمل د خېبرپښتونخوا منتظمین به یو میاشت کې دننه د قبايلي علاقو د مسئلې مشترکه حل مخې ته راوړي او بل دا چې ټول هيواد کې به یو میاشت پس ټولټاکنو لپاره هلې ځلې هم پيل کولی شي.
په دې وخت کې مولانا فضل الرحمان واضحه کړه چې د قامي اسمبلۍ ایجنډا نه د فاټا اصلاحاتو بل د ده په وېنا نه دی ویستلی شوی ولې دغه بل کې څه فني کمزوري وه.
نوموړي زیاته کړه چې د فاټا اولس اصلاحاتو په اړه مختلفې مطالبې لري ولې داسې طریقه کار يي پکار دی چې عمل پرې ممکن وي. څرګنده دې وې چې د متحده مجلس عمل کې د مولانا سمیع الحق پارټۍ نه علاوه د تیر اتحاد ټول ګوندونه شریک دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: