دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / قبايل / مردان کې د ای ايس ای دوه کارکوونکي وژل شوي

مردان کې د ای ايس ای دوه کارکوونکي وژل شوي

د خېبرپښتونخوا مردان سيمه کې د پوليس په يوه پوسته وسله وال بريدکې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي دي. په مردان کې په يوه بله پېښه کې بيا د ای ايس ای دوه کارکوونکي د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي.

د مردان د پولیسو وياند فرمان علي خان په وېنا دغه پېښه نن د دوشنبې په سهار د شېرګړه کې پر پوسته باندې د بريد پر وخت رامنځته شوې ده.

د پوليسو وياند د دواړو پېښو پخلی کړی چې وسله والو په پوسته موجود پوليسو باندې ډزې کړي چې له امله يو پولیس په ځای ژوند د لاسه ورکړی او بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه وويل په وژل شوؤ کې يو حوالدار فرهاد علي او سپاهي محمدنوازشامل دي، خو د دوو نورو ای ايس ای د کارکوونکو په حواله يې زيات څه نه دي ويلي.

د فرمان په وېنا لوړ پوړي پوليس چارواکي وايي د پېښې موقعې ته رسېدلي او په سيمه کې يې د لټون عمليات پېل کړي دي.

مردان کې له دې وړاندې هم په پولیسو باندې دغه ډول وسله وال بريدونه شوي دي. خو د پوليس وياند وايي تازه پېښه کې په سمدستي توګه دا نشي ويلی چې بريد چا کړی دی.

هغه وويل شېرګړه د ملاکنډ ساحې چې (د صوبې د انتظام لاندې قبايلي سيمه) ده، د سخاکوټ سره يې پوله لګېدلې او په دغه ځای کې د نشه يي توکو قاچاق هم کيږي او په ځينو وختونو کې د پولیسو او قاچاقبرو ترمنځ هم نښتې پېښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *