ا
امریکایي تاریخ پوه ګرت پوري ویلي، چې واشنګټن اوس په افغانستان کې خپله ماتې نه قبولوي خو له ډیرو جګړو وروسته به اړه شي، چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
د سرچینې په وینا د افغانستان او نړۍ مهمو مسائلو په اړه د امریکا سیاست داسې کسان جوړوي چې په افغانستان او نړۍ کې د امریکا تېرې ناکامۍ او تېروتنې په پام کې نه نیسي.
د امریکا د مسایلو دغه وتلي کار پوه په افغانستان کې د امریکا ۱۶کلن حضور ته په اشارې سره ویلي، چې لا هم په دې هيواد کې کڼ شمیر افغانان د امریکایانو پر وړاندې لاریونونه کوي او حساسیت لري. پوري د افغانستان لپاره د ټرمپ تګلاره د خندا وړ بللې ده او زیاته کړې یې ده، چې دا ستراتیژي به امریکا خپلو موخو ته ونه رسوي.