دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / اقتصاد / مسؤلین: د شمال ختیځ زون د باغدارۍ حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شوي

مسؤلین: د شمال ختیځ زون د باغدارۍ حاصلات ۲۰ سلنه لوړ شوي

د افغانستان د شمال ختیځ زون د باغدارۍ او مالدارۍ مسؤلین وايي چې د تېرو ۳ کلونو په نسبت سږکال د باغدارۍ حاصلاتو کې په سلو کې ۲۰ زیاتوالی راغلی دی.

په دې زون کې د باغدارۍ د ملي پروګرام همغږي کوونکي محمد غلام ملاخېل نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې سږکال بادامو، شفتالو، انګورو او املوکو ښه حاصل ورکړی دی.

هغه وویل چې د اوبو رسولو منظم سیسټم او د افتونو کنټرول د دې لامل شوي چې په بغلان، تخار، کندز او بدخشان کې د باغدارۍ په حاصلاتو کې زیاتوالی رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: