سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / مسکو په افغانستان کې د امريکا پر اوسنئ تګلاره انتقاد کړی

مسکو په افغانستان کې د امريکا پر اوسنئ تګلاره انتقاد کړی

روسیه وايي د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ بنسټ پر واقعیتونو نه دی ولاړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په ویانا کې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ بنسټ د زور پر کارولو ولاړ دی.

لاوروف چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د غونډې په حاشیه کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته څرګندونې کولې زیاته کړه چې د افغانستان کړکېچ د زور د کارولو له لارې نه حل کېږي.

نوموړي وويل: “موږ د امریکا د هغې نوې اعلان شوې ستراتیژۍ له کبله په یوه ډول سره اندېښمن یو چې بنسټ یې د افغانستان د کړکېچ د حل د یوې لارې په توګه د زور له وسایلو پر کار اخیستو ولاړ دی، دا ډول چلند غیر واقعي دی.”

دا لومړی ځل نه دی چې روسيه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او د امریکا د لوېدیځو متحدانو پر اقداماتو انتقاد کوي.

مسکو په تېرو شپاړسو کلونو کې په وار وار په افغانستان کې د امریکا او ناټو پر پالیسیو انتقادونه کړي دي.ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه پر پاکستان د فشارونو زیاتول دي څو د افغان طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي خو ولسمشر ټرمپ د وسله والو مخالفینو پرضد په جګړه کې د اوسني ولاړ حالت د ماتولو لپاره افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو او د جګړې په ډګر کې د امریکا د پوځ قوماندانانو ته د زیاتو صلاحیتونو د ورکولو امر هم وکړ.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته د مسکو او اسلام اباد په دریځونو کې هم یو څه نژدیوالی تر سترګو کېږي او له بلې خوا روسي چارواکي له وسله والو طالبانو سره چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې یې د افغان حکومت په وړاندې وسله واله جګړه کړې، خپل اړیکي هم نه پټوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې مسکو، د امریکايي او روسي چارواکو ترمنځ د افغانستان په اړه تماسونه ګټور او مهم ګڼي او زیاته یې کړه چې دا تماسونه باید دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *