چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / مسکو په لومړي ځل د ولسمشر له لوري د افغان طالبانو په ملاتړ تورن شو

مسکو په لومړي ځل د ولسمشر له لوري د افغان طالبانو په ملاتړ تورن شو

ولسمشر غني وايي طالبان له هغه چا وسلې اخلي چې یو نیم میلیون افغانان یې شهیدان کړي. د نوموړي اشاره روسیې ته وه چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر ملاتړ تورنه ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت او هغه هم په دومره لوړه کچه روسیه د طالبانو پر ملاتړ تورنوي.

محمد اشرف غني چې پرون د ځينو وزيرانو او حکومتي چارواکو په ملتيا پکتيا ولايت ته تللی و، پر روسيې او پاکستان تور پورې کړ چې وسله وال طالبان روزي او هغوی ته وسلې ورکوي.

ولسمشر وويل، طالبانو ته يې د سولې او بين الافغاني خبرو لاس ور اوږد کړ، خو هغوی يې ځواب د نورو په خوښه په ځانمرګو بريدونو سره ورکړ. نوموړي وويل:

«هر طالب دې له ځانه او ولس دې له هر طالبه د بريدونو په اړه دا بنيادي پوښتنه وکړي چې ولې؟ کومه مسئله ده چې د خبرو او د سولې د مذاکراتو له لارې نه حلېږي؛ طالبان له هغه چا وسله اخلي چې يو نيم ميليون افغانان يې شهيدان کړل او د افغانانو پر وړاندې جګړه پرې کوي، دوی د پرديو په خوښه او ګټه جنګېږي.»

د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو د پاکستان  د ملاتړ مسئله له چا پټه نه ده، ځکه د دغه هېواد چارواکو په وار وار اعتراف کړی چې له وسله والو طالبانو او هغو ډلو يې ملاتړ کړی چې د افغان حکومت پر خلاف جګړه کوي.

دغه تور په وروستيو کې پر روسيې هم پورې کېږي او ويل کېږي چې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته جنګي تجهيزات چمتو کوي. د ملي يووالي حکومت چارواکو تر دې وړاندې له وسله والو طالبانو د روسيې د ملاتړ په اړه په څرګنده څه نه ويل او دا لومړی ځل دی چې ولسمشر روسيه په افغانستان کې د طالبانو پر ملاتړ تورنوي.

کتونکي وايي چې باید روښانه شي چې دا د حکومت رسمي دریځ دی او که ولسمشر د تل په څېر لفظي تېروتنه کړې ده. دوی وايي چې که ولسمشر په احساساتي ډول دا خبرې کړې وي، دا نو بیا د یو ملت له برخلیک سره احساساتي لوبه ده. که یې دا رسمي دریځ وي، نو باید په دې اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي. دغه راز اړتیا ده چې ددې چارې پر لاملونو هم بحث وشي.

لیکوال او سیاسي شنونکی اصف وردګ وايي؛ که دا ومنو چې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي، نو دا کار له یوه اړخه د ملي یووالي حکومت ناکامي ښيي او له بله اړخه ښيي چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا  او روسیې د جګړې پر ډګر اوړي.

اصف وردګ وايي، که روسیه دا کار کوي، معنی یې دا ده چې پر افغان حکومت باور نه لري او حکومت نه دی توانېدلی چې ځان بې پرې او خپلواک ثابت کړي او روسیې ته قناعت ورکړي چې خاوره به یې د دوی پر ضد نه کارول کېږي. نوموړی وايي چې روسيه په افغانستان کې له امریکايي حضوره وېره لري، نو ځکه به ښايي له طالبانو سره مرسته کوي.

اصف وردګ وايي چې د ملي یووالي حکومت د امریکايي ګټو لپاره افغانستان د سیاليو، جګړې او وحشت په ډګر بدلوي، نو پکار ده چې ولس خپله پرېکړه وکړي. هغه وايي چې باید د ولس استازي په لویه جرګه کې را ټول شي او په دې اړه بحث او پرېکړه وکړي چې څنګه افغانستان د روسیې او امریکا له سیالیو را ایستلی شي.

کتونکي وايي چې د ولسمشر غني خبره هغه ادعا ثابتوي چې افغانستان د امریکا او روسیې یا امریکا او سیمې ترمنځ د سیالۍ پر ډګر اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: