پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / مشرانو جرګه: پر ډيورنډکرښې د اغزن تار د مخنيوي غوښتنه وکړه

مشرانو جرګه: پر ډيورنډکرښې د اغزن تار د مخنيوي غوښتنه وکړه

په داسې حال كې چې په دې وروستيو كې د پاكستان له خوا د ډيورنډ په كرښه د اغزن تار د غځولو او د يادې كرښې په شاوخوا كې د تاسيساتو د جوړولو راپورونه خپاره شول، د مشرانو جرګه له حكومت څخه غواړي چې له هرې لارې چې شونې وي په دغه كرښه د اغزن تار د غځولو مخه ونيسي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار يادې څرګندونې د يكشنبې په ورځ د دغه جرګې په عمومي غونډه كې وكړې او زياته يې كړه چې ډيورنډ او په دې اړه د افغان حكومت چوپتيا نور دوى ته د منلو وړ نه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې ويل كېږي پاكستان د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې لسګونه كيلومټره اغزن تار غځولى او وايي، چې دوى دا كار د خپل امنيت لپاره كړى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *