شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / مظاهره کوونکي چې د لبیک یا رسول الله د ډلې غړي دي، پولیسو محاصره کړي

مظاهره کوونکي چې د لبیک یا رسول الله د ډلې غړي دي، پولیسو محاصره کړي

مظاهره کوونکي چې د لبیک یا رسول الله د ډلې غړي دي، پولیسو محاصره کړي

راپورونه وايي، پنجاب پولیسو د هغو کسانو پر ضدعملیات پېل کړي چې له تېرو شلو ورځو راهیسې يې د اسلام اباد او راولپنډۍ تر منځ لاره تړلې ده.

دغه کسان چې شمیر يې د زر تنو شاوخوا دی، د قانون د وزیر د استعفی غوښتنه کوي. دوی وايي چې وزیر د ختم نبوت په قانون کې د بدلون وړاندیز کړی و؛ نو ځکه باید استعفی ورکړي او محکمې ته کش کړل شي.

مظاهره کوونکي چې د لبیک یا رسول د ډلې غړي دي، پولیسو محاصره کړي، پولیس پرې د ربړي ګولیو ډزې کوي او اوښکې بهوونکی ګاز یې پرې شیندي. تلویزیوني انځورونه ښيي چې پولیس لسګونه کسان نیسي، موټرو کې يې اچوي او لېږدوي.

رویټرز اژانس لیکي چې څلور زره پولیس سیمې ته استول شوي دي.

یوه ځايي خبریال ويلي چې پولیسو تر اوسه ۳۷۰ تنه نیولي. ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي. نږدې روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

پاکستان کې د ختم نبوت مسئله ډېره حساسه ده. د قادیانانو په نوم ډله چې د نبوت ختم نه مني او د اسلام له پېغمبر وروسته د نورو نبیانو په راتګ هم باور لري، د دوی د مخې نیولو له پاره دغه قانون منل شوی او قادیانانیان په قانوني ډول کافر اعلان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: