دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ملالې يوسفزۍ د قبايلي ځوانانو له غوښتنې ملاتړ کړی

ملالې يوسفزۍ د قبايلي ځوانانو له غوښتنې ملاتړ کړی

د امن او تعلیم په برخه کې د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم په خيبر پښتونخوا کې د قبايلو په ورګډولو تينګار کړی دی، نوموړي د ټولنيزو رسنيو له لارې په خپله پاڼه په يو ويډيوي پيغام کې ويلي چې په پاکستان د قبايلي اولس هم هغه شان حق دی څومره چې د ملک نورو وګړو حق جوړېږي، ولې له بده مرغه قبايلي اولس د لسګونو کالو راهسې انساني او قانوني حقونو نه محرومه ساتل شوی دی.

ملالې یوسفزۍ ويلي چې هم په دې وجه د قبايلو ځايي جرګې سره د یو والي څرګندونه کوي او حکومت نه غوښتنه کوي چې زر تر زره قبايلي سیمې خېبرپښتونخوا کې ورګډې کړي.

ملالې د پاکستان په نور اولس هم غږ کړی چې دې لړ کې د قبايلي ځوانانو مرسته وکړي. بل خوا قبايلي جرګې د ملالې يوسفزۍ د ملاتړ نه مننه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *