سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ملي دفاع وزارت د سیګار وروستی راپور رد کړی دی

ملي دفاع وزارت د سیګار وروستی راپور رد کړی دی

د ملي دفاع وزارت وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمو کې د هېواد د٣.٧ ميليونه وګړو د ژوند کولو په اړه د “سيګار” راپور ناسم دى. د یوه راپور له مخې، د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سيګار) په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړى چې د روان ميلادي کال په اګست مياشت کې د افغانستان له ٤٠٧ ولسواليو، ١٣سلنه يې د وسله والو طالبانو تر کنټرول او نفوذ لاندې دي. سرچينې ليکلي چې دغه رقم د همدغه کال په فبرورۍ مياشت کې ١١سلنې ته رسېده. دغه راز د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش ويلي چې د افغانستان له ټولو ولسواليو ٤٣ سلنه يې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او يا يې پر سر جګړه روانه ده. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا وايي، چې په چریکي بریدونو کې څوک سلنه نه شي ټاکلی، ځکه دښمن برید کوي او بېرته له ساحې تښتي. هغه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې د هېواد يوازې د ٩ ولسواليو مرکزونه د دولت د وسله والو ډلو په کنټرول کې دي. هغه وويل چې سږ کال دولت توانېدلى په هلمند او نورو ولايتونو کې څو ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له موجودیت څخه پاکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: