پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / مهمند ایجنسۍ کې دوو بمي چاودنو پاکستانيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې
epa05762424 Pakistani Army soldiers inspect the scene of a bomb blast that targeted a security forces vehicle on the outskirts of Peshawar, Pakistan, 31 January 2017. At least nine persons, including three security officials, were injured when a bomb planted on a road side, exploded as a security forces vehicle passed by. EPA/ARSHAD ARBAB

مهمند ایجنسۍ کې دوو بمي چاودنو پاکستانيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

په مومند اجنسۍ په  بمي چاودنو کی پاکستانيو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړېدلې ده، دغه دواړه چاودنې داسې مهال شوي چې د مهمند ایجنسۍ تحصیل بایزو او تحصیل صافو کې د پاکستاني پوځ له لوري عملیات روان وو.

د پاکستانيو ځواکونو په عملياتي ګروپونو د یک شنبی په ورځ د افغانستان سرحدی سیمې کوډاخیل ته نږدې چاودنه شوې چې په نتیجه کې یی مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.

د چاودنی څخه وروسته ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

بل لورته د تحصیل اړوند په سیمه کې قندهاری منصور لخوا هم د ریموټ کانټرول بم په واسطه چاودنه شوې ده، چې په نتیجه کې یې پاکستانيو ځواکونو ته مالي او ځاني زیانونه رسیدلي دي.

د معلوماتو پر اساس د غبرګو چاودنو څخه وروسته پاکستاني پوځ په سیمه کې پلټنی پیل کړي دي، خو تر اوسه دې پېښو سره شک په تور کوم کس ندی نیول شوی.

د یادونی وړ ده چی د دواړو چادونو مسولیت د جماعت الاحرار تندروه ډلی په غاړه اخیستی دی.  یادې ډلې پخوا هم  پر پاکستانیو ځواکونو مرګوني بریدونه کړي دي، چې پراخه مرګ ژوبله يې لرلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *