چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / مولانا فضل الرحمان: قبایلي سیمې دې ځانله نظام ولري

مولانا فضل الرحمان: قبایلي سیمې دې ځانله نظام ولري

دجمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دحکومت نه غوښتنه کړې چې دهیواد قبائیلي سیمو ته دې دیوې ځانګړې صوبې درجه ورکړل شي. خو څیړونکي وایي چې قبائیلو لپاره دبیلې صوبې غوښتنه ځکه بې ځایه ده چې دقبايلو ټولې ایجنسۍ یو تربله ډیر زیات واټنونه لري اؤ که دا ټولې ایجنسۍ یوه صوبه جوړیږي نو ددارالخلافې په سر به یې جنجالونه راپیداکیږي.
پلازمینه اسلام باد کې یو ستر احتجاجي لاریون ته پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمان پوښتنه راولاړه کړې ده چې که ګلګت بلتستان ته خپل حکومت ورکړل کیدی شي نو بیا قبايلو ته دصوبایي حکومت نظام ولې نه شي ورکړل کیدی.
دجمعیت علماء اسلام په دغه لاریون کې په زرګونو خلکو برخه لرله اؤ مولانا فضل الرحمان ورته خپله وینا زیاتره په پښتو ژبه کړې ده.
له دې وړاندې په ۱۲م دسمبر هم په دغه مقام دپاکستان یو بل مذهبي ګوند جماعت اسلامي دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو په حق کې لاریون کړی و اؤ دحکومت نه یې غوښتنه کړې وه چې قبائیلي سیمې دې دپښتونخوا صوبې برخه جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: