شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / مومندو ته په وړونکو خوراکي توکو ماليه لرې کړل شوې

مومندو ته په وړونکو خوراکي توکو ماليه لرې کړل شوې

قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ ځايي دولتي ادارې د کلونو راهسې دغه قبایلي سیمې ته وړونکو خوارکي توکو باندې اخيستل کېدونکې ماليه یا محصول له منځه وړل شوی.

د ایجنسې يوه چارواکي نوید اکبر د دغه فیصلې په اړه  ویلي، د کور دننه کاریدونکي او د وړو وړو کاروبارونو لپاره د بهر نه وړونکي خوارکي توکو باندې ايښودل شوې ماليه به اوس نه اخيستل کېږي.

د نوید اکبر په وینا د دغې ګام سره به عام اولس ته ډیره ګټه ورسیږي، ځکه د تنور او نغري د استعمال په ټولو توکو ماليه یا محصول په سمدستي توګه ختم کړی شوی دی.

دغې قبایلي سیمې ته به د خوا و شا سیمو نه تلونکي سامانونو باندې د ګاډي په سر د ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ روپو پورې ټیکس اخستل کیده. مومند ایجنسۍ ته به زیات تره خوراکي توکي له چارسدې او پېښور نه وړل کیدل.

د ډغه ټیکسونو او د ګاډو د لوړو کرایاو له امله به د دغه خوارکي څیزونو بیعې په ایجنسۍ کې ډیرې لوړې وې.

د مومندو ایجنسۍ یو شمیر ځايي اوسیدونکو د ځايي چارواکو د دغه ګام هرکلی کړی او یو شمیر غړو بیا غوښتنه کړې چې په نورو څیزونو لږلیدلی ټیکس دې هم زر تر زره ختم کړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: