دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / قبايل / مومندو نه باجوړ پورې سړک په کلونو کې سرته ونه رسيده

مومندو نه باجوړ پورې سړک په کلونو کې سرته ونه رسيده

د مهمندو نه باجوړ پورې سړک باندې دسست کار له امله اولس ستونزو سره مخ شوی دی

د مهمند ايجنسئ نه باجوړ پورې سړک باندي د سست کار له امله مسافر، موټر چلوونکي او ځايي خلک د ستونزو سره مخ دي. په دې سړک باندې تلوونکي مسافر وايي چي د مهمند ايجنسئ نحقي او مامد ګټ سړک باندې د کار سستئ له وجې دوی د ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي او د مريض يا نورې ايمرجنسئ په وخت يې ډير وخت خرابيږي. دوي دا هم ويلي دي چي په دې يو څلويښت کلوميټره سړک باندې څو کاله وړاندې کار پيل کړی شوی ولې بيا هم سرته ونه رسولي شو. د سيمي خلکو او موټر چلوونکو حکومت نه غوښتنه کړې چې دا سړک دې زر تر زره جوړ کړی شي. د جماعت اسلامي باجوړ اميرعبد المجيد په دي اړه وويل:

“مونږ د ګورنر، اے سي ايس او نورو اعلي چارواکو نه دا غوښتنه کوو چي په دي سړک دې کارتيز کړے شي ځکه چي دا کار ډير سست روان دے او دوی سره مشينونه هم نشته او دغلته اوسيدونکو ته هم ډير تکليف دے”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: