پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / مومندو کې دباران له امله د کور رالوېدو پېښه کې دوه خوېندې وژل شوي

مومندو کې دباران له امله د کور رالوېدو پېښه کې دوه خوېندې وژل شوي

 د مومند ایجنسۍ حلیمزيي تحصیل کې باران له امله د کور چهت راپریوتو پيښه کې دوه خوېندې مړې شوي دی. د ځايي حکومتي ادارې په وينا د نیاز محمد د کچه کور یوه کمره تیره شپه باران کې رالوېدلې چې پکې یې دوه لونړه مړې شوي او هغه پخپله ژوبل شوی دی. د مړو شوو جینکو عمرونه څوارلس او پنځلس کاله ښودل کیږي. د دوی مړي ځايي خلکو د خاورو له ډېرو راايستلي.
بلخوا قبايلي سيمو او خېبرپښتونخوا کې تیره ورځ شروع شوی باران او په غرونو واؤره نن هم وریږي، یو شمیر سیمو کې تیرې ورځې راهسې بجلي هم بند ده چې له امله يې اولسي خلکو ته ستونزې راپيداشوي دي. موسمیاتو محکمې ويلي راروان شواروز کې خېبرپښتونخوا او قبايلو کې د نور باران د ورېدو تمه هم شته دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *