سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / موټر سايکل سپرو په لکي مروت کې پنځه کسان په ډزو وژلي

موټر سايکل سپرو په لکي مروت کې پنځه کسان په ډزو وژلي

په لکي مروت کې په روان موټر باندي د موټر سائيکل سپرو په ډزو پنځه کسان وژل شوي دي. دغه پيښه نن د تجوړي تهاني په حدودو کې رامخي ته شوې ده. د ځايي خلکو په وينا په وژل شوو کسانو کې د قامي اسمبلي غړې عائشه ګلالۍ وژل شوې او د پخواني سيکرټري نور زمان مخالف ګروپ د يوي کورنۍ څلور کسان هم په وژل شوو کسانو کې شامل دي. په وژل شوو کسانو کې حاجي عمر دراز، بدر زمان، شمروز خان، عبدالباسط او شير عالم  شامل دي. په دې کسانو کې شير عالم او عبدالباسط وروڼه دي. پيښه کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي. په دوی کې يو عام کس او يو د حاجي عمردراز ځوی دی څوک چي په مرګوني حالت کې پيښور ته وړل شوی دی. پوليس وايي چي د پيښې مقدمه لا نه ده درج کړی شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: