ميرعلي: د پوځيانو په ګاډي ځانمرګي بريد کې شپږ تنه وژل شوي
د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه شمالي وزیرستان کې په يو پوځي ګاډي ځانمرګي بريد کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
د پېښې وروستو په سيمه کې امنيتي پوځونو د لټوني عمليات پېل کړي او ګرزبندېز (کرفيو) يې په ځای کړی دی.
شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان هغه قبايلي سيمه ده چې په کال ۲۰۱۴م کې پکې پوځ د ضرب عضب په نوم د ترهګرو په ضد په پراخه کچ عمليات پېل کړي وو او ادعا کوي چې دغه سيمه يې اوس د ترهګرو څخه پاکه کړې ده.
خو وخت نا وخته په شمالي او جنوبي وزيرستان سيمو کې په امنيتي ځواکونو د بمي چاؤدنو راپورونه مخې ته راځي.