سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ناټو وايي د افغان هوايي ځواک په روزنه کې پرمختګ شوی

ناټو وايي د افغان هوايي ځواک په روزنه کې پرمختګ شوی

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان هوایي ځواکونو د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرونو په روزنیز پروګرامونو کې د نویو پرمختګونو خبر ورکوي.

یاد ماموریت وایي د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرونو د روزنې بهیر د پرمختګ او د تحرک په حال کې دی چې په مرسته یې افغان پیلوټانو د لومړی ځل لپاره ابتدایي الوتنې ترسره کړي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، دغه الوتنې د کندهار ولایت په هوایي ډګر کې ترسره شوي ترڅو افغان پیلوټان د هلیکوپټر له وسایلو څخه او د بېلا بیل سویچونو له موقعت سره اشنایي پیدا کړي.

ناټو وایي تمه ده چې په څو راتلونکو اونیو کې پیلوټانو د وسلو دغه پیچلي سیسټم په اړه نور مهاروتونه زده کړي او د هلیکوپټرو کنټرول ترلاسه کړي.

د افغان هوایي ځواکونو لپاره د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرو لومړی جوپه تیره میاشت د کندهار ولایت هوایي ډګر ته ورسیدې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدینو د افغان امنیتي ځواکونو او په خاصه توګه هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *