شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ناټو وایي په ۲۰۱۸ کې به دافغانستان جګړه نوې بڼه خپله کړي

ناټو وایي په ۲۰۱۸ کې به دافغانستان جګړه نوې بڼه خپله کړي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو په جگړې کې په زرگونو تنه افغان عسکر وژل شویدي، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي چې افغان عسکر به ډیر ژر د دې جوگه شي چې د طالبانو د حملو مخه ونېسي.

جنرال نیکولسن وایي چې په ٢٠١٨ کال کې به د افغانستان جگړه یوه نوي بڼه غوره کړي او افغان ځواکونه به د دې وړتیا ولري چې دغو حملو ته ځواب ووایي.

جنرال نیکولسن دغه وینا په داسې وخت کې کړیده چې ناټو فیصله کړیده چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي.

امریکا غواړي چې زرگونه نور غربي عسکر افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره ورشي.

جنرال نیکولسن په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په مهال وویل چې د قوماندان په توگه د افغان عسکرو په هکله دا نظر لري چې د هغوي د قابلیت کچه زیاته شویده. هغه وویل چې د دې باوجود چې ځېنې سختې جگړې وشوې خو دښمن د خپلو اهدافو په تر لاسه کولو کې ناکامه شو.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *