په ننګرهار کې د ښوونکو نړيواله ورځ د تلې په ديارلسمه د بي بي زينب په عالي لېسه کې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې پکې ننګرهار والي محمدګلاب منګل سربيره ، د پوهنې رياست مسئولینو او ګڼ شمېر ښوونکو ګډون کړی و. په غونډه کې د ښوونکو نړيوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزيرله لوري راستول شوی پيغام د ننګرهارپوهنې سرپرست رئيس سيد عيسی سادات ولوست.
ننګرها ر والي محمد ګلاب منګل، د ښوونکو نړيوالي ورځې په مناسبت ښوونکو ته د دغې ورځې مبارکي وويله، نوموړي زياته کړه ښوونکی په ټولنه کې هغه څوک دی، چې ځان د شمعې په څير ويلي کوي؛ خو ټولنې ته رڼا ورکوي، ځکه يې مقام تر هر چا لوړ دی.
هغه وویل، چې پدې ولايت کې به د ښوونيز بهیر د پياوړتيا او ښوونکو ته د ښه ژوند برابرولو لپاره خپل امکانات ونه سپموي، نوموړي دا ژمنه هم وکړه چې خپل د دوه مياشتو معاش به د ښوونکو صندوق ته ورکړي.
نوموړي د ملي سوداګرو او پانګوالو هم غوښتنه وکړه، چې د پوهنيز بهير بډاينې په موخه د ښوونکو صندوق سره مرستې وکړي، هغه ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د هستوګنو نمرو او د ښوونکو په نوم د ځانګړو شوو ښار ګوټو پر وړاندې پرتې ستونزې به د حل په موخه د ولسمشرسره شريکې کړي .