سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار والي وايي راتلونکې کال کې به په ګوشتې ولسوالۍ کې يو شمېر مهمې پروژې پلي کړي.

ننګرهار والي وايي راتلونکې کال کې به په ګوشتې ولسوالۍ کې يو شمېر مهمې پروژې پلي کړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يوې غونډې په ترڅ کې د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کال کې به په دغه ولسوالۍ کې يو شمېر مهمې پروژې پلي کړي. دغه غونډه، چې جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د تلې په اتلسمه جوړه شوې وه په کې دولايتي شورا وکيل افتخار مومند، د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشرانو، د عامې روغتيا، ټولګټو چارو، کليو او پراختيا، کرنې او مالدارۍ رئيسانو ګډون درلود. قومي مشرانو ننګرهار والي سره په ګوشتې ولسوالۍ کې د پوهنې، کرنې، پاکو اوبو ته لاسرسي، روغتيا، مخابراتو، سړکونو جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې. ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ګوشتې ولسوالۍ له قومي مشرانو مننه وکړه، چې په دغه ولسوالۍ کې يې د امنيت په تامين کې له حکومت سره همکاري کوي. نوموړي د پوهنې، کليو پراختيا، عامې روغتيا، کرنې او مالدارۍ رئيسانو ته لارښوونه وکړه، چې په اړونده برخو کې د يادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې ژر تر ژره حل کړي. ده دغه راز قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کال کې به د نورو ولسواليو سربيره په ګوشتې ولسوالۍ کې يو شمېر مهمې پروژې، چې مرکز کې يې د منظورۍ کارونه تر کار لاندې تطبيق کړي. د دغه غونډې پر مهال د ادارو رئيسانو په ګوشتې ولسوالۍ کې د تطبيق شویو، روانو او راتلونکو پلانونو په اړه هم د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل، چې په کې د مهمو پروژو يادونه شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: