دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: په مومندره کې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار: په مومندره کې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

 دافغانستان د ننګرهار د ولایت اړوند دمومندرې په سيمه کې په يوه کور کې د چاودنې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تېره شپه د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سیمه کې د ملکي وګړو په حجره«مېلمه‌ستون» کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره، ماین د محمدعلي جان په نامه د یو کس د کور په حجره کې ځای پرځای شوی و، چې له امله یې یو کوربه او یوه مېلمه وژل شوي او یو مېلمه او درې کوربانه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی روښانه شوی؛ خو ورته پېښې زیاتې د شخصي تربګنیو له امله کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: