شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې د داعش پرضد عمليات، کندوز کې ۷۶ طالبان وژل شوي
Afghan national army stand guard near the dead body of a Taliban attacker in front of the main prison building after attack in Ghazni province, eastern of Afghanistan, Monday, Sept. 14, 2015. An Afghan official says that more than 350 inmates have escaped after an attack by the Taliban insurgents on the main prison in eastern Ghazni province. (AP Photo/Rahmatullah Nikzad)

ننګرهار کې د داعش پرضد عمليات، کندوز کې ۷۶ طالبان وژل شوي

د افغان چارواکو په وينا امنيتي ځواکونو يې د پاکستان سره په نامنلې پوله پراته ولايت ننګرهار کې د داعش د تندلارو وسله والو په ضد تازه عمليات کړي او يو شمېر سيمې يې د تندلارو نه پاکې کړي دي.

بل لور ته په کندوز کې چارواکو ويلي د افغان ملي پوځ د کمانډو ځواکونو په پينځه ورځنو عملياتو کې د طالبانو ۷۶ وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ويلي تېره شپه د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش په ضد هوايي بريدونو کې تندلاور ته د سر زيان اړول شوی دی.

د دفاع وزارت په ټويټر د ۱۱ داعشيانو د وژنې ويلي دي.

دولت وزيري ویلي د داعش نه د ولسوالۍ پاکېدو پورې به عمليات دوام لري.

په سيمه کې د داعش په ضد په عملیاتو بوخت چارواکو ويلي عمليات مخ په وړاندې روان دي او يو شمېر سيمې د داعش نه بيرته نيول شوي دي، په دغو سيمو کې ځينې تېره میاشت داعش د طالبانو څخه نيولې وې.

د ځايي خلکو په وېنا خوږياڼو کې د بدامنۍ او وسله والو عملیاتو څخه د سيمې نه خلکو کډې هم کړي دي.

داعش د تازه عملياتو په اړوند څه نه دي ويلي.

په کندوز کې د پوځ وياند جاوېد سليم ويلي، د تېرو پينځه ؤ اوونيو راهسې په امام صاحب ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي او څو کلي يې د وسله والو تندلارو نه پاک کړي دي.

نوموړي ويلي نن د دوشنبې په ورځ عمليات پای ته رسېدلې، په عملياتو کې يو افسر وژل شوی او دوه کمانډو ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: