د فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې غړي عبدالرقیب اساس په مشرۍ د یادې کمیټې غړو د تلې په شلمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره ناسته وکړه .
دوی زیاته کړه،په دې ولایت کې به د کانونو د قراردادونو، پورونو،جوازونو،د عوایدو،د جریمو او تخنیکي برخه کې به څېړنې ترسره کړي او د وروستیو اجرائتو په موخه به یې جمهور رئیس سره شریکې کړي.
د دوی په وینا خپلې څېړنې به د نورو لارو چارو سربېره په دې ولایت کې د کانونو، ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ، مستوفیت،ګمرک او یو شمیر نورو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي او په دې برخه کې يې د ننګرهار والي څخه د لازمې مرستې غوښتنه هم وکړه.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو څېړنو د ترسره کېدو پر مهال د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او خوښي ښکاره کړه،چې د دې څېړنو په بشپړیدو سره به د اجرائتو په ترڅ کې د کانونو په برخه کې بېلابېلې ستونزې حل شي .
نوموړي ډاډ ورکړ،چې په دې ولایت کې به اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړي،ترڅو د څېړنو پر مهال د ګمارل شوې کمیټې غړو سره همکاري وکړي .