یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / روغتيا / ننګرهار کې نږدې ۸ سوه زره د پنخو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد درې ورځني واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو .

ننګرهار کې نږدې ۸ سوه زره د پنخو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد درې ورځني واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو .

ننګرهار کې نږدې ۸ سوه زره د پنخو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد درې ورځني واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو .
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د عامې روغتیا ادارې له لورې ۷۶۶ زره د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق په موخه درې ورځنی کمپاین پیل شو .
د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د لړم په ۱۵ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي،عامې روغتیا،حج او اوقافو،اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو رئیسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو له لورې کوچنیانو ته د څآڅکو په اچولو سره پیل شو.
د کمپاین د پیل پر مهال د عامې روغتیا ریئس ډاکتر نجیب الله کاموال وویل، د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین د څلور نیم زره روغتیايي کار کوونکو له لورې ترسره کیږي،چې په ترڅ کې به ۷۶۶ زرو د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته تطبیق شي.
ده زیاته کړه، د پچیراګام په پنګزيو، د هسکې مېنې په پاپین او د نازیانو په دوه خولو سيمو کې د تیر کمپاین څخه د ځینو ستونزو له امله ۱۳زره ماشومان د پولیو له واکسین پاتي شوي او هڅه به وکړي ، چې په دې کمپاین کې ياده شمیره راکمه کړي.
نوموړي د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د دوو مثبتو پېښو له ثبت کېدو څخه هم خبر ورکړ،چې لامل یې له کډوالۍ څخه هېواد ته د را ستنوو شوو کورنیو له لورې د ناروغۍ را انتقال وباله .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ديني عالمانو ، والدينو، ښوونکو او قومي مخورو غږ وکړ، چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د لمنځه وړلو په موخه د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیق کې د روغتيايي کار کوونکو سره همکاري وکړي.
ده زیاته کړه، د ګوزڼ ضد واکسین يوه ملي پروسه ده او د ټولنې هرفرد د اسلامي او انساني مسئولیت له مخې مسئول دی ، چې د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځني کمپاين په ښه تطبیق کې همکاري وکړي او د هيواد راتلونکي سرمايه له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغوري.
په ورته مهال د حج او اوقافو، اطلاعاتو کلتور او ښځو چارو ریئسانو د رسنیو ، میرمنو، ديني عالمانو، ښوونکو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه ، چې د پولیو يا ګوزڼ ضد واکسین په ګټو ولسونه وپوهاوي او هم د دې انسان ژغورونکي ملي پروسې په پلي کيدو کې همکاري وکړي.
د پولیو ضد واکسین چې نن پیل شو،د چهارشنبې په ورځ ناوخته به پای ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: