چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / نن د پګړۍ يا لونګۍ ورځ وه

نن د پګړۍ يا لونګۍ ورځ وه

دا يوازې پګړۍ نه ده چې اوس يې په سر کول کم شوي، بلکې ډېرې نورې ملي جامې چې د افغانانو ځانګړنه وه، اوس په پرديو لباسونو بدلې شوي او د دې سره د ځينو خلکو کار روزګار هم درېدلی دی.

یو شمیر ځوانانو نن په کابل کې، د اکتوبر اتمه، د لونګۍ ورځې په توگه ونمانځله. د ځوانانو د پیاوړتیا شورا څلور کاله کیږي چې دغه ورځ لمانځي. دغه ځوانان وایي د دغې ورځې د لمانځلو له لارې غواړي هغه ناسم فکر بدل کړي چې د ترهګریزو بریدونو سره په تړاو د لونگۍ د بدنامولو هڅه برېښي.

د افغان ځوانانو د پیاوړتیا شورا مشر ، مطیع الله ځلاند، وایي چې څلور کاله کیږي دغه ورځ د لونګۍ د کلتور او درنښت د بیا راژوندي کولو په نیت لمانځل کیږي.

هغه وویل: (په تیرو کلونو کې په ارادي یا غیر ارادي شکل باندې غوښتل کیږي چې دا کلتور کمزوری شي او د بیلو بریدونو په ترڅ کې لونگۍ په نښه شوې ده او ان په ځانمرګو بريدونو کې کارول شوې، چې دې چارې د پګړۍ پر کولتور منفي اغېز کړی دی).

دغه ځوانان وایي د دغې ورځې په لمانځلو سره هڅه کوي چې د لونګۍ تړلو دود، چې اوس کم شوی بېرته رواج کړي. هغه وویل: (مونږه غواړو دخپلو مشرانو تاریخونه را ژوندي کړو ځکه دا یوازې زمونږ د خلکو ځانگړی دود دی).

څېړونکی او لیکوال استاد حبیب الله رفیع وایي چې لونګۍ نه یوازې کلتوري اړخ لري بلکې معنوي ارزښتونه هم پکې نغښتي دي. هغه خپلې خبرې د خوشحال بابا پدې شعر پبل کړې: (چی دستار تړي هزار دي – د دستار سړي په شمار دي).

دده له نظره هغه سړي چې ملي مسؤلیت به یی درلود او مشرتوب به یی کاوه، هغو دستار تړلو، هغه وويل: دا اصلآ د قدر وړ دستارونه دي. هسی خو یې ډیر زیات خلک تړي او تاریخي ارزښت یی هم باید په نظر کی ونیسو، په پخوانیو مجسمو کې چې تر لاسه شوي دي، د دستار نښې شته).

خو دا يوازې پګړۍ نه ده چې اوس يې په سر کول کم شوي، بلکې ډېرې نورې ملي جامې چې د افغانانو ځانګړنه وه، اوس په پرديو لباسونو بدلې شوي او د دې سره د ځينو خلکو کار روزګار هم درېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: