جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / قبايل / نوازشریف: عدالتي فېصلو کې د سیاسي مخالفينو ژبه کارول کيږي

نوازشریف: عدالتي فېصلو کې د سیاسي مخالفينو ژبه کارول کيږي

د پاکستان مخکنی وزيراعظم نوازشریف يو ځل بيا په عدالتونو نيوکې کړي او ويلي يې دي د پاناما قضيې فېصلې ته د “بيا کتنې په غوښتنه کې چې کومه فېصله ورکړل شوې هغه فېصله نه بلکې د نېب عدالت ته پېغام و چې نوازشريف ته په هر قيمت سزا ورکول کېږي”.

نوموړي ويلي د هغه په ضد فېصله کې داسې ژبه کارول شوې کومه چې د دوي په ضد د دوی سياسي مخالفين کاروي.

هغه ويلي په ۱۹۹۹کې د الوتکې په تښتولو يا هايي جېک کولو په قضيه کې هم هغه ته سزا ورکړی شوه او داسې ښکاري چې د عدالت قاضيان هغه ته سزا نه ورکوي بلکې د هغو د لارې ورته سزا ورکړی کيږي او احتساب د بل ځای نه قابو کيږي.

نوازشريف د پاناما قضيه کې د وزيراعظمۍ د چوکۍ څخه نااهله کړی شوی او په هغه باندې سره د دوه زامنو، لور او زوم د احتساب عدالت کې قضيې روانې دي.

نوموړی د لور مريم نواز او زوم محمدصفدر سره د نېب عدالت ته مخامخ شوی او وروستو يې رسنيو سره دغه خبرې کړي دي.

د نېب عدالت ته نن د نېب په قضيو کې يو ګواه بيان ورکړی او بل ته د بيان ورکولو ويل شوي دي.

د پاناما فېصله کې سترې محکمې د احتساب قامي ادارې (نېب) ته د نوازشریف، د هغه زامنو، لور او زوم په ضد د قضيو امر کړی و.

راپورونه وايي عدالت د نوازشریف په دې غوښتنه چې ښځه يې په لندن کې ناروغه ده او د هغې تپوس له د تلو دپاره دې عدالت د ۲۰م نومبر نه د يوې اوونۍ پورې د نه حاضرېدو اجازه ورکړي، نو عدالت يې دغه خواست منظور کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: