بلوڅان وايي پاکستان هڅه کوي دوی یې له خپلې خاورې ورک کړي. د بلوڅو د جمهوریت ګوند استازي او فعال، عبدالنواز بګتي د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې په بلوجستان کې د پاکستان لخوا د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې کړې دي. بوگتي ویلي، په بلوچستان کې له بشري حقونو سرغړونې دوام لري، د پاکستان پوځ د خپلو بدنامه تگلارو په مرسته هڅه کوي، چې بلوڅان له خپل ټاټوبي څخه ورک کړي، په بلوچستان کې په زرگونه بلوڅان له کومې نښې پرته تري تم شوي دي. په بلوچستان کې د هغو بلوڅانو په زرگونه مړي چې مخکې ورک شوي اوشکنجه شوي موندل شوي دي. بلوڅ فعالین وایي د ۳۵۰۰۰ تري تم شویو بلوڅانو له ډلې ۸۰۰۰ وژل شوي دي، چې په هغوی کې د ۴۰۰۰ مړي موندل شوي او پاتې ۴۰۰۰ د هدفي وژنو ښکار شوي دي. شورا ته په خپلې وینا کې بګتي وویل چې زرګونه خلک له بلوچستان څخه لادرکه شوي دي. د بلوڅو فعالانو په باور پاکستان د یوې منظمې پالیسۍ له مخې کوښښ کوي چې بلوڅان وځپي. خو پاکستان وایي چې هند او افغانستان په بلوچستان کې نا ارامیو ته لمن وهي
