نوښار کې يو کس له خپلو درېيو بچو سره ځان د کابل سيند ته غورځولی دی، پوليسو ويلي د بدرشي عيسی خيل اوسيدونکي عالمګير خپل درې کلن او پنځه کلن ځامن، دانيال او عاطف او اووه کلنه لور ردا د چکر په بهانه کور نه بوتلي وو او سور پل منځ ته په رسيدو يې دري واړه د کابل سيند ته غورځولي او وروسته يې خپله هم سيند ته دانګلي دي.
ځايي کښتۍ چلوونکو د ډيرو هڅو نه وروسته عالمګير ژوندی، خو د هغه درې کلن زوی يې مړ موندلی دی، ځايي خلک وايي د نورو دوو ماشومانو لټون هم روان دی، مګر تر دې دمه لا نه دي موندل شوي.
د نوښار ځايي پوليس وايي عالمګير دوی ته ويلي دي چې دی په کويټ کې مزدوري خواري کوي او اوس اوس خپل ملک ته راغلی دی، هغه ويلي د ملک نه بهر به يې څه ګټل نو هغه به يې خپلې مېرمنې ته بچيو ښه روزنې او ساتنې لپاره رالېږل، خو اوس چې يې وليدل، نو مېرمنې يې د يوې مور په حيث د بچيو ښه ساتنه او پالنه نه ده.
نوموړي ويلي له همدې امله يې دغه ګام پورته کړی دی.