شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / نوې ملي جبهه: د وریماچ لیرې کېدل د اصلاحاتو او اعتبار لپاره مهم فرصت دی

نوې ملي جبهه: د وریماچ لیرې کېدل د اصلاحاتو او اعتبار لپاره مهم فرصت دی

د افغانستان نوې ملي جبهه له دندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رئیس لیرې کېدل د اصلاحاتو او د اعتبار د رامنځته کېدو لپاره یو مهم فرصت بولي.

دغه جبهه چې ځان د حکومت اپوزېسیون بولي وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو اوسني کمېشنران له سیاسي جریانونو سره له مشورو پرته ټاکل شوي او که د دوی په مشورو تغییر په‌کې راځي دوی یې د شفافیت لپاره فرصت بولي.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل د دوی له ټولو انتقادونو سره سره د انتخاباتو چارې په شفافیت نه‌اداره کېږي.

“د کمېسیون د دارالانشا پاک مدیریت د انتخاباتو د شفافیت لپاره حتمي دی، د افغانستان د نوې ملي جبهې په اند د انتخاباتو د کمېسیون چارې په شفافیت نه‌اداره کېږي. تېره ورځ چې وریماچ له دندې لیرې کړای شو، موږ د هغه شخصیت ته په ټول احترام د دې تمه کوو چې لا نور تغییرات رامنځته شي او نوې ملي جبهه دا کار د باور د رامنځته کېدو یو فرصت بولي.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ارګ کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ له دندې څخه د ناوړه استفادې او د فساد په

له دې درې اوونۍ وړاندې د افغانستان د سیاسي جریانونو د تفاهم شورا چې د انتخاباتو د کمېسیون په اداره کې دې ژور بدلونونه راولي.

د دغې او د افغانستان د حراست او ثبات شورا یوه غړي او ویاند مسعود ترشتوال ازادي راډيو ته وویل، د کمېسیونونو او کمېشنرانو ترمنځ نه‌همغږي، د کمېشنرانو د وړتیاوو ټیټه کچه او ځيني نور هغه دلایل دي چې دوی یې د بدلونونو غوښتلو ته اړ کړي دي.

خو پر انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه بیا داسې وخت چې د انتخاباتو نېټه اعلان شوې وي د کمېشنرانو پر بدلېدو ټینګار له اصولو خلاف کار بولي.

د افغانستان د ازادو او د عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل د کمېشنرانو په اړه ډېر بحث په ټوله کې د انتخاباتو پروسې ته زیان رسولی شي

کاپی له ازادۍ راډیو نه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: