د ناټو د غوڅ ماموریت څخه په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن له نقل قوله لیکل شوي
“د قاطع ملاتړ ماموریت د یوه لوی موټر بم د مخنیوي په خاطر د افغان پولیسو کار زیات ستايي او هغوی چې د افغان ملکیانو د زیان رسول غواړي بریا نه شي ترلاسه کولای.”
د قاطع ملاتړ ماموریت په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې دا ماموریت د افغانانو لپاره د امنیت په راوستلو کې له افغان ملي پولیسو او دفاعي، امنیتي ځواکونو سره متعهد ولاړ دی.
وړمه شپه ناوخته افغان پولیسو په کابل ښار کې له چاودیدونکو توکو څخه ډک بار وړونکی موټر ونیوه چې په کې ۲۷۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي و.
پولیسو له دې پېښې سره تړلي درې کسان هم نیولي دي.