دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / نۍ: افغانستان کې د بیان ازادۍ وضعیت خراب شوی

نۍ: افغانستان کې د بیان ازادۍ وضعیت خراب شوی

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نۍ وایي د افغانستان په اوسني حکومت کې د بیان ازادي محدوده شوې او د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.

دغه بنسټ چې په یوې سروې کې یې د تېر او اوسني حکومت د بیان ازادي پرتله کړې وایي، د حامد کرزي په دیارلس کلن حکومت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې۶۱۰ پېښې ثبت شوي خو د ولسمشر غني په حکومت کې یوازې په درې کلونو کې دا پیښې۶۲۰ دي.

خو دغه سروې چې د رسنیو له چارواکو او خبریالانو سره په خبرو ترسره شوې، ولسمشرۍ ماڼۍ یې په معیار برابره نه بولي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی چې په یوه سروې کې یې له۱۳۸۰ لمریز کاله تر اوسه د بیان ازادۍ وضیعت ارزولی وایي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرتله په اوسني نظام کې د بیان ازادي محدوده شوې ده.

د نی بنسټ مشر مجیب خلوتګر وایي معلوماتو ته په اسانه نه لاسرسی،سانسور، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېروالی او د رسنیو برخه کې فعالانو ته ګواښونه هغه موضوعات دي چې تېر حکومت کې یې کچه ډېره ټیټه وه.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:” له هره پلوه یې که پرتله کړو د کرزي د حکومت پرتله څلورسوه سلنه لوړه کچه ښیي. دیارلس کلونو کې ۶۱۰ پېښې او درې کلونو کې ۶۲۰ پېښې.”

د ځینو حکومتي چارواکو له خوا خبریالانو ته د مرګ ګواښ، د رسنیو د تړلو ګواښونه او دغه راز د یو شمېر رسنیو تړل کېدل نور هغه موضوعات دي د ښاغلي خلوتګر په اند په تېر حکومت کې یې نښې نښانې کمې وې.

د حکومت غبرګون: ولسمشرۍ ماڼۍ د نی دغه موندنې ناسمې دي

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وایي معلوماتو ته نه لاس رسی په ځینو برخو کې مني خو وایي په تېرو دریو کلونو کې دوی له هر اړخه د رسنیو او بیان ازادۍ ملاتړ کړی.

ښاغلی مرتضوي زیاتوي: “د نی څېړنه په معیار برابره نه ده. موږ په قانون کې دا نه لرو چې مخکې له خپرېدا او وروسته له خپرېدا دې څه سانسور کړو.”

یو څه چې ښاغلي مرتضوي ممکنه ستونزه وبلله “د ویاندویانو ترمنځ د نه همغږۍ” مسله ده، خو وايي “هر وخت مو د رسنیو ملاتړ کړی او په تېرو دریو کلونو کې دا چاره ډېره ښه وه”

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی وایي مالوماتو ته د لاسرسي قانون توشیح په عدلي برخه کې له خبریالانو سره د شویو تاوتریخوالو څېړنه د اوسني حکومت مثبت کارونه ګڼل کېږي، خو د منفي هغو کچه یې لوړه ده.

دغه بنسټ وایي حکومت باید د بیان ازادۍ برخه کې خپل ملي او نړیوالو هوکړو ته ژمن پاتې شي او په پوره مانا د بیان د آزادۍ ملاتړ وکړي.

۲۰۱۵ کال کې هم ني اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د رسنیو ۷۲ سلنې سانسور د بیان ازادي له خطر سره مخامخ کړې ده. هغه مهال نی په ۲۵ ولایتونو کې له نژدې ۳۰۰ خبریالانو نظرپوښتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *