سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / هغه عدالتونه چې خر بندي کولای شي، داسې هم کولای شي

هغه عدالتونه چې خر بندي کولای شي، داسې هم کولای شي


دپاکستان د کراچۍ ښار يوې محکمې د غیرقانوني وسلې لرلو په تور نیول شوي یو تن ته درې کاله په جومات کې په جمع سره د لمونځ کولو سزا ورکړې ده، خو په دې پرېکړې دا نيوکه ده چې ولې لمونځ داسې يو عمل وګڼل شي، چې مجرمانو ته د سزا به نوم ورکول کېږي؟ خلک وايي په هغه هيواد کې چې عدالتونه يې خره بنديانوي، نو داسې نااشنا او مذهبي ارزښتونو ته له سپکاوي ډکې پرېکړې هم کولای شي.سرچینې وایي دغه کس د قاضي (جج) په وړاندې ومنله چې هغه سره بې لائسنسه وسله وه چې له هغې وورستو دحلیم احمد په نوم دغه جج ملزم یوسف خان ته تر درې کالو د خپلې سیمې په جومات کې د جمعې سره دلمونځ کولو سزا اورولې ده. دمحکمې لخوا په اورول شوې پرېکړه کې ویل شوي چې که ملزم په دغو درې کالو کې په جمعې سره یو لمونځ هم قضاء کړ، نو ورته به د اوو کالو دبند سزا تر څنګ ۵۰ زره روپو جرمانه واخيستل شي. سرچینې وایي هم دغه محکمې له دې وړاندې د کراچۍ د بهادر اباد سیمې اوسیدونکي ملزم ته د جرم په ثابتیدو د جومات د صفایۍ او لمونځونو کولو سزا اورولې وه. په پاکستان کې هرڅو که د جرمونو دپاره په قانوني ډول د وړاندې نه سزاګانې مقرر دي خو کله کله د محکمو لخوا د سزاګانو داسې ناشنا پریکړې مخې ته راځي چې خلک حیرانوي. دپاکستان په عدالتي تاریخ کې دا سزا هم لیک ده چې یوځل دکراچۍ یوې محکمې قاسم نومې یو ځلمي ته دا سزا اورولې وه چې دغه تن به تر یو کال دسړک په غاړه ودریږي. قاسم نومې دغه ځلمي په کال ۲۰۱۵م کې د پولیس یو افسر په ګاډي وهلی و چې وورستو پولیسو نیولی و، تر دوو‌ کالو یې سیمه ایزې محکمې کې ددوسیې اوریدنه روانه وه او وروسته ورته دغه نااشنا سزا وارورل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *