جمعه , دسمبر 4 2020
کور / پښتو ادب / هغه نجلۍ چې خپل نصيب په يوه لېوني اړولې وه

هغه نجلۍ چې خپل نصيب په يوه لېوني اړولې وه

“له مانه تر اوسه چا پوښتنه ونه کړه چې ۱۳ کاله دې له لیوني سره څرنګه تېرول، دا زړه دې څرنګه کاوه؟ خو اوس چې مې دیارلسه کاله وروسته له لیوني لمن ټولوم ټول حیران دي.”
بخت بي بي
په دې شرط یې خبرو ته غاړه ایښې وه چې نه به یې نوم یادوم، نه د اوسېدو ځای. په یوه کلي کې اوسېده. د یوې زړې کلا په یوۀ زاړه کونج کې یې هغه ژوند تېراوه چې تر ډېرو یې په پټه خوله تېر کړى، او ایله اوس یې دومره زړه کړی و چې غوښتل یې نور نو پرې خبرې وکړي.

خو هره خبره یې بیا هم ښکاره نه ویله. دلته خلک لکه خپل ژوند له خپله عمره هم نه وي خبر. دا ښايي ۳۰ یا ۳۵ کلنه وه. ماشومه ورپورې نښتې وه، رودله یې. دهغې نوم مې وپوښت. دې هغه شېبه په غېږ کې پرتې لور ته وکتل، لکه نادوده چې یې اوریدلې وي، پاس یې راته وکتل.

ـ نوم به مې نه اخلې بس بخت بي بي مې وبوله.

د مستعار نوم په ټاکنه کې یې پر خپل بخت د ملنډو هڅه کړې وه. څه مې ونه ویل.

بیا مې وپوښتله:

په ښارونو کې ښځې په ګرانه طلاق اخلي، تا په کلي کې څرنګه وکړای شول؟

د خپلې لور په سر یې لاس تېراوه. هغه ویده شوې وه. له غیږې یې جلا کړه، په وړې زانګو کې واچوله. مخامخ راته کیناستله:

“له مانه تر اوسه چا پوښتنه ونه کړه چې ۱۳ کاله دې له لیوني سره څرنګه تېرول، دا زړه دې څرنګه کاوه؟ خو اوس چې مې دیارلسه کاله وروسته له لیوني لمن ټولوم ټول حیران دي.”

سترګو کې یې څاڅکي وځلیدل او وې ویل:

” زه یې د ورور په بدل ورکړم. پلار مې هم هغه وخت ژوندی و. دوی مې ورېنداره وکتله، خو د ورېندارې ورور یې ونه لید. خواښې مې یوازې عکس ورښکاره و. مور ته مې ویلي و اوړکی دوبۍ کې دی. وروسته پوه شوم هغه عکس یې د بل ورور و. مور مې زما د واده تر شپې د زوم پوښتنه ونه کړه. دې ویل مالداره خلک دي. دوبۍ کې کاروبار لري. پیسې لري. نوم لري، خسر مې ملک و. خو چې ور واده شوم، خسرګنۍ نه وه دوزخ و.”

بخت بي بي کلونه، کلونه د داسې سړي مېرمن وه چې د دې په وینا لیونی و. دې ته یې له لومړۍ شپې ویلي و چې که ورنږدې شوه وبه یې وژني.

بخت بي بي ګومان کاوه چې د ښار نجونې بختورې دي.

” ته د ښار جلکۍ یې. بختوره یې. د ښار ټولې نجونې بختورې دي، پېغور نه اوري. چاته بدې نه ښکاري. او ښه لا دا چې میړه کوي خپله به یې کوي. بې خبره په لیوني نه اوړي.”

دې ښار نه و لیدلی خو د داسې یو ځای تصور یې ورکاوه چې ګوندې پکې د دې تر حالته ډېر بدل او ښه دی.

” ښه! اوس زه ټولو ته بده ښکارم چې له دې لیوني مې ۱۳ کاله وروسته طلاق واخیست او په لېوره واده شوم.

وا د خدای پار دی! هغه د خپلې پزې د پاکولو نه دی، د نکاح به څرنګه وي؟ زموږ نکاح نه وه تړلې نو طلاق له کومه شو… زه جره ښځه وم! زه پېغله وم! زه يو کال د پلار په کور کېناستم، ما له ليوره سره هم واده نه غوښته، خو کورنۍ مې بيا په بې خبرې کې زما نکاح تړلې وه.”

په کلي کې د نورو ښځو په ګومان بخت بي بي حوصله نه وه کړې. او هغه څه یې چې بخت و نه یې و منلي. د دوی په ګومان دا ملامته وه. دوی ویل چا لا میړه پرې ایښی چې دې پریښود.

بخت بي بي په دې باور ده چې جرات يې کړی او په ځنډ یې غږ اورېدل شوی. دې دا هر څه د خپلې مور له بې غورۍ ګڼل. د دې په ګومان د دې مور وه چې د دې په بخت یې قمار وهلی و. یوازې يې د هلک د عکس په لیدو ورکړه. خو ورېندارې چې د دې بدلنۍ وه، مخامخ یې ولیدله. د دې په ګومان مور ته یې زوی او نږور مهم وو.

د بخت بي بي غوندې به نورې هم ډېرې وي چې لا یې کیسې نه دي اوریدل شوې. د دوی غوندې ښځې نه محاکمو ته تللی شي او نه یې جرګې د دې وړ بولي چې د تیاره ژوند برخليک یې بدل یا پرې پریکړه وکړي. بخت بي بي هم کومې محکمې ته نه وه تللې. د جومات ملا چې له لیوني سره یې دیارلس کاله مخکې نکاح تړلې وه، اوس یې شکولې وه او بل ته یې نکاح کړې وه. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: